امنیت

د زابل پوليسو يو ځانمرګى يرغلګر وځپه.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
يو ځانمرګى يرغلګر د زابل دپوليسو له خوا وپيژندل شو او هدف ته له رسيدو مخکې وځپل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
يو ځانمرګى يرغلګر پرون مازيګر د زابل ولايت دشينکي ولسوالۍ په لوى شور سيمه کې هدف ته له رسيدو مخکې دپوليسو له خوا وپيژندل شو او وځپل شو له دغه ځانمرګي تروريست څخه يوه تومانچه ،څلور لاسي بمونه او نور پوځي وسايل پاتې شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : يو ماين ښخوونکي طالب کله يې چې غوښتل يو ماين دبغلان ولايت د ډنډ غوري په ساحه کې ځاى پرځاى کړي ،ماين دځاى پرځاى کولو په وخت کې وچاوديد او دى يې وواژه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته