خبرونهټولنه

په فراه کې د ترکيې د تيکاى بنسټ له ١٥٠ کورنيو سره مرسته وکړه

کابل/ د وري٢٧ مه / باختر           

پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په فراه کې یې پر ۱۵۰ کورنیو د ترکیې تیکای بنسټ له خوا خوراکي  توکي وېشلي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې پر هرې کورنۍ يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريجې، غوړي، دوه قطۍ رب  او يو شمېر نور خوراکي توکي ووېشل شول.

د افغانانو په منځ کې د فقر او بې کارۍ په زیاتیدو سره  ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو  له اړمنو کسانو سره د مرستې چمتووالی اعلام کړی دی.

د ترکیې تيکاى بنسټ تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې له اړمنو کسانو سره مرستې کړې دي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته