امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٣ :
په کندز ولايت کې له تيرې شپې را په دې خوا د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د کندز ولايت امنيه قوماندان محمدقسيم جنګل باغ دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات له پرون ماښام څخه د کندز ولايت په مربوطاتوکې دامنيتي ځواکونو له خوا د طالبانو پر خلاف پيل شول چې په بهيرکې يې په کندز ښار پورې اړوند د کنم  او د حضرت سلطان په کليوکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او د دوى دوه ټانکونه او هايلکس موټر له منځه تللي دي او لس ميله ډول ډول  وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
جنګل باغ زياته کړه: عمليات په چټکۍ سره دوام لري او د کندز خلک چې د طالبانو له زور زياتي څخه په تنګ شوي دي؛ هم له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته