امنیت

دايران دوه سرحدي مامورين دافغانستان دسرحدي ساتونکو له خوا ونيول شول

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دايران دوه سرحدي  مامورين دافغانستان دسرحدي ځواکونو له خوا ونيول شول .
  دغه ايراني مامورين  له پولې څخه په تېريدو سره د افغانستان په فراه کې دميل ٧٨ په نامه کلي ته ننوتي  و چې ونيول شول .
دفراه دپوليسو وياند له  باختراژانس سره په اړيکه کې دايران ددغو دوو سرحدي مامورانو نيول تاييد کړل .
هغه وويل:  نيول  شوي کسان يوافسر اويوعسکر دى.
دغه افسر او عسکر په جنګي وسايلو سمبال په يوموټر کې سپاره و چې ونيول شول .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې  دافغانستان خاورې ته دايراني ځواکونوننوتل يوه تېروتنه وه يا قصدي کار؟
دفراه پوليس  وايي چې په دې باب څېړنې پيل شوي دي . دافغانستان سرحدي ځواکونو دايران ددغو دووسرحدي  ځواکونو له نيول کېدو وروسته دايران دوه پوځي هليکوپترونه  ددواړو هېوادونو ترمنځ دپولې له پاسه الوتنه کړې ده او دايران جګپوړي  سرحدي مقاماتو ددغو دوو کسانو دخوشي کېدو غوښتنه کړې ده .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته