سیاست

جمهور رئیس کرزي د شاداب ظفر شرکت رئیس ته د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل_باختر د وري دمياشتې٣٠ مه:
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د شاداب ظفر شرکت رئیس او د سوداګرۍ د خونو مرستیال حاجي محمد یونس مومند ته د خیریه کارونو د ترسره کولو له امله د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي  مډال ورکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
محمد یونس مومند  په خپلې شخصي پانګې د وزیر محمد اکبرخان روغتون عاجله خونه رغولې، د پوهنې وزارت دوه تنو بې وزلو ښوونکو او د شهیدانو دوه کورنیو ته یې د کندهار او کابل په ښارونوکې په وړیا توګه د استوګنې اپارتمانونه ورکړي، د کندهار په ښارکې یې یو وړکتون او یوجامع جومات رغولی، د وزیر محمد ګل خان مومند په نوم یې یو علمي مرکز رامنځته کړی او له بې وزلو محصلینو سره یې د هغوی د زده کړو د لګښتونو لپاره نغدي مرستې کړې دي.
جمهوررئیس کرزي د محمد یونس مومند دغه خیریه خدمتونه وستایل او هغه ته یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته