امنیت

په بدخشان کې د تندر د لګيدو له امله يو تن ووژل شو

فيض آباد باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
په بدخشان کې د تندر د لګيدو له امله يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې رييس سيد عبدالله همايون دهقان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بدخشان ولايت د کوهستان ولسوالۍ د زينو کلي د استوګنې په يوه کور تندر ولګيد چې له امله يې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
د يوبل  خبرله مخې:
د بدخشان ولايت د شهدا ولسوالۍ په څوکليوکې سيلاوونه راوتلي دي چې له امله يې د استوګنې کورونه په قسمي ډول ويجاړ شوي دي، خو تر اوسه پورې  د دغې پيښې له  امله د سر د اوښتي زيان او مالي تاوان په باب دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي او هيئت د حالت د څيړنې لپاره دغې ولسوالۍ ته استولى شوى دى چې له څيړنې وروسته به له مصيبت ځپلوکسانو سره مرسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته