اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون له ۲۷،۷ میلیاردو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل

کابل باختر د مرغومي لسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې غونډه کې ۶۷ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې دملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۷،۷ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۶۲ تړونونه منظور کړل. د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د اوبو رسولو او کانالېزاسیون سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژه او د برېښنا، ایرکنډېشن، جنراتور سیستم د حفظ او مراقبت د خدماتو پروژې، د ۸۰۸ سپین زر زون او د هغې اړوند د تعمیراتو ریاست د اړتیا وړ مبلایل تبدیلۍ دوه قراردادونه ملي تدارکاتو کمېسیون تصویب نه کړل او له دې وزارت څخه یې په جلا قراردادونو کې د پرزو د مراقبت او خریدارۍ غوښتنه وکړه. پر یادې پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي تخنیکي افرادو د استخدام طرحه چمتو او د جمهوري ریاست مقام ته راپور ورکړي. همدارنګه ملي تدارکاتو ادارې د هېواد د شهیدانو ورثې ته د کومکي خوراکي توکو د کوپون د وېش تطبیقي طرحه ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه چې د کمېسیون غړو یې هرکلي وکړ او څرګنده یې کړه چې د شهیدانو د ورثې نهایي لېست دې په دقیقه توګه چمتو شي. دېته ورته ملي دفاع وزارت د قطعاتو د لومړي مرکزي لاټ او مرکزي جزوتامونو د اړتیا وړ ۸۹ قلمه قرطاسیې پېشنهاد وکړ چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، له هغه داوطلب سره دې چې ستونزه یې ایجاد کړی وه د قانون مطابق چلند وشي. په غونډه کې د لوژستیک او د زندانونو او توقیف خانو د عمومي ریاستونو، د عامه محافظت معینیت او امنیتي تصدۍ د پولیس قواو د اعاشوي او محروقاتي توکو د قراردادونو په اړه د کورنیو چارو وزارت راپور غونډې ته وړاندې شو چې ملي تدارکاتو کمېسیون په پرنسیب کې منظور کړ. جمهوررئیس دې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خپلو اړتیاو واضح تفکیک له اتحایو څخه وارزوي، دغه راز یې کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارله چې د دې راپور تطبیقي مرحلې وارزوي. د کورنیو چارو وزارت د ۵۹۲ قلمه پرزو د دویم او پنځم لاټ پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ د غوښتنې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون د مالیې او اقتصاد وزارتونو له لوري د لازیاتې ارزونې په موخه پیشنهادي ګډو شرکتونو ته بېرته ورګرځاوه. د غونډې په بله برخه کې له کورني او روسي ګډ قراردادي سره د پکتیا ولایت د مچلغو د اوبولګولو او برېښنا بند د فسخه شوې پروژې د حسابونو د تصفیې په خاطر د انرژۍ او اوبو وزارت د نوي حکم غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون تائید کړه. د فواید عامې وزارت اړوند په درې برخو ۴۰ کیلومترو، ۵۰ کیلومترو او ۶۱ کیلومترو کې د قیصارلامان د ۱۵۱ کیلومتر مجموعي اوږد حلقوي سړک د شرکتونو د وړتیا د ارزونې په موخه د لارښوونې وړاندیز بېرته وګرځول شو. دغه راز د تېلو او ګازو ادارې له لوري د نفتي توکو د کیفیت د تثبیت په اړه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې وړاندېز، ملي تدارکاتو ادارې تائید کړ. سربېره پر دې د ملي تدارکاتو ادارې او ملي دفاع وزارت استازو د ملي دفاع وزارت په یوه قرارداد کې د پانګونې د راپور بیا کتنه غونډې ته وړاندې کړه او تصویب کړه. د ملي دفاع وزارت اړوند د غوښې پر پروژې د بحث پر مهال د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا د کورنيو تولیداتو او خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه چرګانو د غوښې تولیدونکو څخه د هغې پر پېرلو ټینګار وکړ. د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳ قلمه کمپیوټري نویو تجهیزاتو پروژې په اړه د طباعتي شرکتونو یوه عریضه او د کابل د تحقیقاتي مرکز د اووه پوړېزه ودانۍ د جوړولو په تړون کې د شرکت د عریضې مطابق د ۵ سلنه جریمې د ځنډ په اړه د تخنیکي تعلیماتو او مسلکي ادارې د بیاکتنې وړاندیز وشو چې د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ. په عین حال کې د ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو د تاسیساتو د ساتنې او بیارغاولو پروژې د مایع او وچو کثافاتو د تخلیې د سیستمونو د ساتنې او بیارغاونې د خدمتونو ( د بیې زیاتوالی) د تړون د تعدیل د منظورۍ وړاندیز او د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک د شپږمې، اوومې او اتمې برخې د پروژې د تړون د تعدیل (د وخت تمدید) وړاندیز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند د سټلایټ د خدمتونو د وړاندې کولو پروژې د تړون د تعدیل (د بیې ټیټوالی) د منظورۍ وړاندیز او د فوایدعامې وزارت اړوند د لغمان ولایت د مهترلام بابا د ۴،۱ کیلو مترو په اوږدوالي د حلقوي سړک د قیرولو د پروژې د تړون د تعدیل (د وخت تمدید) وړاندیز هم تصویب شو. د غونډې په پای کې د بغلان ولایت د ورزشي جمنازیوم د جوړولو پروژې د تړون د تعدیل (دوخت تمدید) او د بدخشان ولایت د ورزشي آمریت د اداري ودانۍ د جوړولود پروژې په اړه د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د منظورۍ دوه وړاندیزونه وشول چې کمېسیون منظور کړل، خو د لوی څارنوالۍ پلاوي د ننګرهار ولایت د ورزشي جمنازیوم د جوړولو د پروژې د تړون د تعدیل د (د وخت تمدید) منظورۍ وړاندیز د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځاوه. بل پلو په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د دې کمېسیون غړو د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې یو شمېر پروژې یې هم تائید شوې.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته