نړۍ

په يښور ښارکې ځانمرګى بريد وشو

کابل باختر دکب شپږمه :
په پيښور ښارکې د ايران قونسلګرۍ ته څېرمه پرون دځانمرګي بريد له امله دوه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
باخترآژانس د دي نيوزدخبري سايټ له خولې خبر راکړ: ځانمرګي يرغلګر چې غوښتل يې ځان د قونسلګرۍ د پلټنې ساحې ته نږدې کړي؛ د پوليسو دممانعت په وخت کې ځان وچاوه او له امله يې دپوليسو دپوستې دوه تنه منسوبين ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ځانمرګي يرغلګرساحې ته ديوه سپين رنګې سوزوکي موټر په واسطه رسيدلى و چې په هغه کې څه دپاسه  شپيته کيلوګرامه چاوديونکي توکي ځاى پرځاى شوي و چې وروسته دپوليسو له خوا شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته