امنیت

دجلال اباد په هوايي ډګر کې ځانمرګي بريد وشو .

کابل باختر د کب اتمه

دجلال اباد ښار په هوايي ډګر کې  دځانمرګي بريد له امله شپاړسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

  دغه پيښه  نن سهار  دجلال اباد دهوايي ډګر دروازې ته مخامخ  شوې ده .

  درارسيدلو خبرونو له مخې ځانمرګي بريد کوونکي  په چاوديدونکوتوکو بار  خپل موټر د جلال اباد دهوايي ډګر دروازې ته مخامخ وچاوه .

  دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزى  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دې پيښه کې دملي اردو او دملي پوليسو درې تنه ځواکونه او درې تنه ملکي وګړي  وژل شوي او د  څلورو تنو  افغان  پوځيانو په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي .

  ويل کيږي  چې دغه   ځانمرګي بريد دهوايي ډګر  په نظام قراول کې دناټو دځواکونو د نوکريوالي  دبدلون په وخت کې شوې ده .

  عيني شاهدانو دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دناټو څو تنه پوځيان  هم وژل شوي دي خو سيمه ئيزو چارواکو او دناټو مسوولينو  تراوسه پوري په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړي .

  په همدې حال  کې  دجلال اباد ښار   دروغتون ډاکتران ددغې پيښې  ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته