غزني باختر د لیندۍ ۶ مه
په غزني ولایت کې د مالستان،جاغوري او خاص روزګان ولسوالیو څخه د ۲۲۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي.
د غزني د والي مرستیال ډاکتر محمد امین مبلغ باختر اژانس ته وویل چې په دغه مرسته کې غوړي،اوړه ، بوره او یو شمېر نور توکي شامل دي چې د یادو دریو ولسوالیو په زیانمنو شویو کورنیو به وویشل شي.پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ