امنیت

په ننګرهار کې د يوې چاودنې له امله ۱۵ تنه ووژل شول

جلال اباد باختر د مرغومې ۱۰ مه
د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار اړوند په مقام خانه سیمه کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې له مله يې پنځلس تنه وژل شوي او دېرش تنه نور ټپيان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې چاودنه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی هم د پېښې پخلي کوي او زیاتوي چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او يولس تنه نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په صورت کې د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویلي چې په ياده چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته