امنیت

د حج او اوقافو وزارت د مولوي صالح محمد هوتک د وژنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو غوښتنه وکړه

کابل –باختر د چنګاښ دمياشتې ٣٠
د حج او اوقافو وزارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د جومات د امام مولوي صالح محمد هوتک د وژلو د غندنې په ترڅ کې د دغه جنايت د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د حج او اوقافو وزارت د ډاډګيرنې د پيغام په صادرولو سره ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د جومات امام مولوي صالح محمد هوتک تېره شپه د اسلام او انسانيت د دښمنانو له خوا شهيدکړى شو.
د حج او اوقافو وزارت مشرتابه هيئت د هيواد له امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د دغه شان وحشيانه جرمونو مخه ونيسي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړي.
بايد وويل شي چې مولوي صالح محمد هوتک تېره شپه د وسله والوکسانو په بريد کې چې تر اوسه نه دي پيژندل شوي؛ د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته