– کابل باختر دسلواغې دمياشتې:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ډیورند د کرښې له اخوا څخه
د کونړ ولایت د مرورې پر ولسوالۍ باندې د پاکستان راکټي برید په
کلکو ټکو وغانده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ :
د کونړ د والي د دفتر د معلوماتو له مخې د روان کال د سلواغې په ۷نېټه د کونړ ولایت د مرورې په ولسوالۍ باندې د ډيورند د کرښې له اخوا څخه یو توغندی وتوغول شو چې دل ګيدوله امله یې د دغې ولسوالۍ د یوې کورنۍ درې تنه ماشومان شهیدان او د څلورو نورو کورنیو پینځه تنه ماشومان ټپیان شول.
جمهوررئیس کرزي د ډیورند د کرښې له اخوا څخه د افغانستان په خاوره د بیا بیا راکټي بریدونو ترسره کول د ښه ګاونډیتوب د اصولو پرخلاف ناوړه عمل وباله، ويې ویل چې دا ډول بریدونه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو باندې ناوړه اغیزه ولري چې پایلې به یې د دواړو هېوادونو په ګټه نه وي.
حامدکرزي د کونړ والي ته لارښوونه کړې ده چې د دغه برید د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغه راکټي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
0 1 دقیقه لوستل