امنیت

دکورنيو چارو دوزير له خوا دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو دستونزو څيړنه

کابل باختر د کب  نهمه :
دافغانستان په لويديځ زون کې دپوليسو په وړاندې پرتې ستونزې دکورنيو چارو دوزير له خوا وڅيړل شوې .
  دکورنيو چارو وزير  ستر پاسوال  تاج محمد جاهد د٦٠٦ انصار زون له قوماندان او دپوليسو له مسوولينو سره  دويډيو کنفرانس په بهير کې دلويديځ زون دپوليسو  دلارې پرسر دپرتو ستونزو دلرې کولو لپاره  دځانګړو پروګرامونو او پلانونو يادونه وکړه .
  د ٦٠٦ انصار  ساحوي زون قوماندان  پاسوال حسن شاه فروغ  دفراه اوبادغيس په ولايتونوکې  ددولت  دوسله والو مخالفينو ماتې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه ددولت وسله وال مخالفين  دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره  دمخامخ مقابلې توان نه لري . او په ځينو مواردو کې داستوګنې په سيمو او لويو لارو کې دماينونو په ښخولو اقدام کوي . چې  ددقيقو اطلاعاتو اود پوليسو دهلوځلو په نتيجه کې دغه ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي .
دانصار زون قوماندان يوځل بيا  په لويديځه حوزه کې دپوليسو ځواکونو دبشپړولو او سمبالولو په لاره کې  دکورنيو چارو وزارت د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او دپوليسو دلوژستيکي ،  وسلو او استحکاماتو ديوشمير ستونزو دحل لپاره يې  دکورنيو چارو وزارت دمقام  دزيات جديت غوښتنه وکړه .  چې دکورنيو چارو دوزير له خوا  دمرستې ژمنه وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته