کابل باختر د کب څليرويشتمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون استاد پوهنوال ذبيح الله رحيم د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو .
ارواښادپوهنوال ذبيح الله رحيم دکابل پوهنتون له تجربه لرونکو او تکړه استادانو څخه و، د هيواد د بچيانوپه روزنه، تاليف او تحقيق کې يې هلې ځلې وکړې. زحمتونه يې د قدر وړ او مړينه يې ضايعه ده.
د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د کابل پوهنتون استادانوته وړاندې کوم. د لوى خداى (ج ) له دربار څخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
0 د یوې دقیقې څخه لږ