ټولنه

په غزني ښارکې يوسلو پنځوس زره نيالګي کيښودل شول

غزني باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دنيالګيو ايښودلو عمومي اشر نن په غزني ولايت کې پيل شو.
په دې عمومي اشر کې دغزني ولايت  ټول  دولتي ارګانونه او دغزني ښار اوسيدونکي برخه لري.
دغزني ښاروال سيدعبدالبصير نوري ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې  باختراژانس ته وويل په دي اشرکې  دغزني والي ددولتي ادارو دچارواکو او کارکوونکو په ګډون څه دپاسه زرو تنو برخه اخيستي ده.
ده زياته کړه په پام کې  ده سږکال دژوندانه دچاپيريال  دسمسورتيااوساتني په مقصد په هرو دريو مياشتو کې عموي اشر ترسره شي . اوټاکل شوې ده يوسلو پنځوس زره نيالګي چې دکرنې اواوبولګولو رياست له خوا دهغوي په واک کې ورکړشوي دي په غزني ښارکې کيښودل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته