دامريکا جمهور رئيس بارک او باما پرون د پاکستان له جمهور رئيس اصف علي زرداري سره په تيلفوني اړيکه کې د ناټو ځواکونو په بريد کې دڅلور ويشتو تنو پاکستاني عسکرو د وژل کيدو په خاطر له ده سره خواخوږي څرګنده کړه
او باما په دې تيلفوني اړيکه کې زرداري ته ويلي دي ددغو عسکرو د وژل کيدو له امله خواشيني شوي دي هو هغه بريد چې هغوى پکې ووژل قصدي نه و
د پاکستان جمهور رييس هم څرګنده کړه چې داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې ددواړو هيوادونو دګټو لپاره هم مهې دي
ددغه بريد پرخلاف اعتراض په تو ګه د ليندي د مياشتې په پنځمه نيټه وشو پا کستان تصميم ونيوه چې د افغانستان په باب دبن په کنفرانس کې چې نن جوړ شو ګډون ونه کړي
پا کستان دغه راز په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو اکمالاتي لاري تړ لي د ي.