کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
وسله والوطالبانو تېره شپه دشبرغان – مزارشريف په لويه لاره کې د خانقا ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د تيلو دوه ټانکرونه له چلوونکو سره يې وتښتول.
د جوزجان ولايت مرستيال عبدالرحمن محمودي باختر آژانس ته وويل چې دغه ټانکرونه په خصوصي سکتور پورې اړه لري چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له خوا ودرول شول او تر اوسه پورې د دغو ټانکرونو او د هغو د چلوونکو د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
د شبرغان – مزارشريف لويه لاره د هېواد له تجارتي لارو څخه ده چې له ١٥ ورځو راپه دې خوا د دولت د وسله والو مخالفينو ترسرسختو ګواښونو لاندې ده او د تجارتي مالونه څو موټرونه په دې لاره کې سوځول شوي دي.
د دغو ټانکرونو د موټر چلوونکو کورنۍ له حکومتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د هغوى د موندلو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل