کابل باختر دوري دولسمه :
د ملخانو په وړاندې مجادله نن د بغلان ولايت د کرنې رياست له خوا پيل شوه .
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د ساتنې مسوول محمد اصغر صوفي زاده د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې مبارزه کې شپږ لس کسيزه ډله د درمل شيندلو په وسايلو سمبال ګروپونه تنظيم شوي دي او تاکل شوې ده څه د پاسه ديرش زره هکتاره کرنيزه ځمکه د ملخانو له شتون څخه پاکه شي
صوفي زاده زياته کړه چې د ملخانو په وړاندې د مبارزې پروګرام د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پيل او نورو ولسواليو ته چې پکې ملخان پيدا شوي دي دوام مومي .
ده زياته کړه چې تېرکال هم په بغلان کې پنځه ويشت زره هکتاره ځمکه دملخانو له شتون څخه پاکه شوې وه . ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل