امنیت

په روزګان کې څه د پاسه اویا فیصده خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري

ترينکوټ باختر د زمري د مياشتې ۲ مه
د روزګان ولایت روغتیایي مسؤلین وایي چې روغتیایي خدمتونه یي پراخ کړي او ددغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو شتون روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات کړی دی.
د روزګان د عامې روغتیا رېیس خان اغا میاخیل باختر اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل چې د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۵۵ فعال روغتیایي مرکزونه شته چې تر ډیره بریده یې د خلکو روغتیایي ستونزې حل کړي دي.
میاخیل وایي په روغتیایي مرکزونو کي د ښځینه روغتیاپالانو د نه شتون ستونزه تر ډیره بریده حل شوې او په دغه ولایت کې د (افغان روغتیايي او پرمختیايي خدماتو بنسټ) او (ACTD) بنسټونو په مرسته سره د شپږو پړاوونو پر مهال ګڼ شمېر ښځینه روغتیاپالانو روغتیایي زده کړې بشپړې کړې چي اوس ددغه ولایت دمرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې په څه باندې نوي ۹۰ فیصده روغتیایي مرکزونو کې شاوخوا پنځوس تنه ښځینه روغتیاپالانې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو په موخه په دندو بوختې دي.
د میاخیل د څرګندونو له مخې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې يې د تېرو اتو میاشتو راهیسې اولس فرعي روغتیايي مرکزونه فعاله کړي چې اوس مهال ددغه ولایت څه باندې اویا فیصده خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري چي لا هم دیرش فیصده خلک د پرسونل او بودیجې د کمښت او یا هم د جغرافیایي موقعیت د نه مساعد کېدو له امله د روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته