ټولنه

له ۶۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

کابل_ باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢مه
د روزګان ولایت د سرې میاشتي ریاست له خوا د جګړو ځپلوکورنیو سره د ژمنيو توکو د مرستو لړۍ پيل شوه.
د روزګان والي محمد نذیر خروټي باختر اژانس ته وویل چي دغه مرسته د دغه ولایت له (۶۰۰) بیځایه شویو کورنیو سره د قطر هیواد د سرې میاشتي له خوا کیږي.
ده زياته کړه له مرکز څخه مو د لازیاتو مرستو غوښتنه کړي چې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ټولو زيانمنو شويو کورنیوسره دغه مرستې ترسره شي.
د روزګان ولايت د  سرې میاشتي ریېس سید محی الدین صدیقي وویل چي د پنځه زره پنځه سوه افغانیو په ارزښت دغه ژمني توکي چې اووه قلمو ته رسیږي د ترینکوټ په ښار کې د بیځایه شویو کورنیو لپاره ځانګړي شوی دي.
ده زیاته کړه چې د دوی د مرستو لړۍ دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به له شپږ سوه نورو کورنيو سره هم د ژمنيو توکو مرسته وکړي.
صدیقي د ژمي په رارسیدو سره د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له نورو خیریه بنسټونو څخه هم وغوښتل چې د روزګان ولایت له وروستیو جګړو ځپلو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
بازمحمد چې دجګړو له امله زيانمن شوی دی؛ د نننۍ مرستي په تر لاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او له دولت څخه غواړي چي له دوی سره نورې مرستې هم وکړي.
له بله پلوه د معلولینو د ټولني مشر تازه ګل د مرستو په ویش نيوکه کوي او زياتوي چې له دوی سره هیڅ مرسته نه ده شوي دغه مرستې له هغوکسانو سره کېږي چې شتمن او واسطه لرونکي وي.
تازه ګل وایي هڅه یي کړي چي خپل غږ تر مسولینو پورې ورسوي خو توانیدلی نه دئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته