امنیت

يو غيرمسوول وسله وال قوماندان په غور ولايت کې ووژل شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
يو غير مسوول وسله وال قوماندان احمدخان مرغابي په غور ولايت کې په يوه وسله واله جګړه کې ووژل شو.
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د کشف آمر دويم څارن محمد رضا دباختر آژانس خبريال ته وويل :دوسله والو طالبانو او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ تيره شپه دفيروز کوه ښار د زغسکن مرغاب په سيمه کې جګړه وشوه .
په غيرمسوول وسله وال قوماندان احمدخان مرغابي د طالبانو له خوا ډزې وشوې او وژل شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغې جګړې په بهير کې دواړو لورو ته د سر دزيان اوښتى دى چې تراوسه پورې دقيق جزييات يې نه دى ترلاسه شوى.
احمد خان مرغابي غير مسوول وسله وال قوماندان وو او دطالبانو له همکارانو څخه هم بلل کيده.
په غور ولايت کې امنيتي مقامات وايي چې ددغه غير مسوول وسله وال قوماندان په وژل کيدو سره په دغه ولايت کې امنيت ښه والى مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته