امنیت

د کورنيو چارو وزارت معين دانتخاباتو د بهير دامنيت د څيړنې لپاره هرات ته سفر وکړ.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
دکورنيو چارو وزارت اداري معين دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په  خاطر د عامه نظم دپوليسو دمسولينو په زياتو هلو ځلو ټينګار وکړ .
د هېواد دکورنيو چارو وزارت ادارى معين لوى پاسوال اکرام الدين ياور په داسې حال کې چې سرحدى څلورم  زون قوماندان مل  پاسوال جمعه عديل او دلويديځ زون دهمغږۍ  دمرکز مرستيال بريد جنرال رازمحمد اوريا خيل ورسره ملګرې و دهرات د امن او عامه نظم دشپږمې لوا دقوماندانۍ قرارګاه وکتله   او په اداري برخو کې يې ددغې قوماندانۍ دستونزو په باب يې خبرې وکړې .
د کورنيو چارو وزارت ادارى معين د سولى د تامينولو په  لاره کې يې د دغې قوماندانۍ دځواکونو کارونه چې همدا اوس دهلمند، فراه ، غور او هرات په ولايتونو کې فعاليت لرى وستايل او څرګنده يې کړه :  دامن او دعامه نظم پوليس له شک پرته دکورنيو چارو وزارت له تکتيکي او جګړيزو قطعاتو څخه  دې او يو شميريې افسران او ساتنمنان دي  چې په دندو کې وړتيا ښودلى وه دستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل  .
دشپږمې لوا قوماندان مل پاسوال سيدباقر مرتضوي  ژمنه وکړه چې دافغانستان خلکـــــو ته دسولې او ثبات دتامينولـــــو په لاره کې به دهيڅ راز هلو ځلو څخه ډ ډه ونه کړى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته