امنیت

دقهر سیلاب څلورنمبر(۵) عملیات ددوام په ترڅ کی (1) ماین (۵)لاسی بمونه اویوه اندازه مهمات کشف اوشنډشویدی.

کابل باختر د زمري د مياشتې ٣٠مه: دقهرسیلاب څلورنمبر(۵) عملیات دریم پړاو دننګرهارولایت دبټی کوټ ولسوالی اړونده باریک آب ، مشواڼی اولاچه پورسیموکی دولسی پاڅون کوونکو دملاتړ ، ددې سیمی دوسله والو مخالفینو اوترهګریزو ډلوله شتون څخه دپاکولو او دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، ملی پولیس ، سیمه ایز پولیس اودملی امنیت کارمندانو په شمول د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری څه موده وړاندی پیل شوی چی په دوام یی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی (1) دوسایطوضديوماین ،(۵) لاسی بمونه (۲۰۰) عدده دماین پټاقۍ او(۲۰۰) متردثانیه سوخت فلیته چی په اړونده سیمه کی دتروریستانوله خوا دورانکارو فعالیتونوترسره کولوپه موخه ځای پرځای شوی ول له نیکه مرغه دهغوی دشوموموخوته له رسیدومخکی دڅلورمی پلی لوادماین پاکونی ټیم له خواکشف اوشنډ شول . دهیواد ملی دفاعی اوامنیتی ځواکونه اوپه ځانګړی توګه د۲۰۱ سیلاب قول اردو منسوبان له ملی حاکمیت ، ځمکنی پشپړتیا او دهیواد له آزادی اوخپلواکۍ څخه په میړانه دفاع کوی اوخپلوشریفوهیوادوالوته ډاډ ورکوی چی دقانون تطبیق په برخه کی به کوټلی ګامونه پورته کوی.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته