امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې ووژل شول .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
شپږ تنه کورني اوبهرني  تروريستان  په غزني کې  دافغان امنيتي ځواکونو  په هوايي بريد کې ووژل شول .
دغزني ولايت دملي امنيت رياست  باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغه هوايي بريد دافغان هوايي پوځ له خوا  دګيلان ولسوالۍ دکدول چمبر په کلي کې دملا منصور دډلې په غړو ترسره شو چې له امله يې ديوبهرني  تروريست په ګډون شپږ تنه تروريستان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
البته په دغو هوايي عملياتو کې  ددښمن  يو پيکپ موټر او يو زيکو يو هم له منځه وړل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته