فرهنګ

د هلمند د عامه کتابتون بډاى کولو لپاره هڅې پیل شوې دي

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
د هلمند د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د عامه کتابتون د بډاى کولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې: د هلمند والي محمد یاسین خان د دولتي او خصوصي ادارو له مشرانو سره په کتنه کې ټینکار وکړ چې د دغه ولایت د عامه کتابتون د بډاينې لپاره د کتاب ټولو کمپاین ترسره کړى.
په همدې حال کې د دولتي او خصوصي ادارو مشرانو هم ژمنه وکړه چې د عامه کتابتون په بډاى کولو کې به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون له ادارې سره خپله همکاري ونه سپموي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته