ورزش

د پنجشير د ځوانانو ټيم د استقلال ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې چې د پنجشير د ځوانانو او د استقلال د ټيمونو ترمنځ وشوه؛ لوبه د صفر په وړاندې په دريو سره د پنجشير د ځوانانو د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالې کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د اردو د ځوانانو او د سباوون ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته