امنیت

په يوه چاودنه کې درې تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري  څوارلسمه

  دفارياب ولايت  په غورماچ  ولسوالۍ کې دوه تنه پوليسان او يوملکي وګړي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .

 دفارياب ولايت  دامنيې  قوماندانۍ  دامنيت آمر سمونوال عبدالرشيد باختر اژانس ته وويل :دغه چاودنه  تيرماښام  هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو ځواکونه دغور ماچ ولسوالۍ په بازار  کې په ګزمې بوخت وو .

 په ميمني ښار کې دافغان  _ ترک دعاجل روغتون مسوول ډاکتر اسد قانع باختر اژانس  ته وويل چې ددوو پوليسانو په ګډون يو ملکي وګړي  مړى او پنځه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .

 ده وويل دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته