خبرونهامنیت

په خوست کې د نشه یي توکو د پروسس یوه لويه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

په خوست کې امنیتي ځواکونو له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ ګبر کهو خوله سیمه کې  د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو یوه لویه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه.

د نشه یي توکو په دې کارخونه کې د لیمه په نوم بوټي له پروسس وروسته ایف مواد جوړېدل چې له دې موادو بیا پوډر تولیدېدل.

د یاد ولایت امنیتي چارواکو باختر آژآنس ته وویل چې د دغه قضیې په تړاو د څلورو کسانو نیول شوي چې د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ورته مهال د خوست امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا ځل امنیتي ارګانونه د نشه یي توکو د سرچینو د له منځه وړلو په تکل کې دي او د امنیه قومندانۍ موخه هم د نشه یي توکو د سرچینو له منځه وړل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته