کابل باختر دلړم لومړي :
دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه قوماندانان تيره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
دکندز ولايت امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه کسان دناتو دځواکونو په ملاتړ ددغه ولايت مرکز ته څيرمه دشينواري او خزانې په کليو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: په دغو عملياتو کې قوماندان پهلوان او قوماندان شيخک په ګډون دوسله والو طالبانو د ډلې دمشهور قوماندان انس له څوارلسو تنو همکارانو سره يې وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ