ميمنه باختر دسلواغې ١٢ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو يوه مسوول جګړن محمدحنيف رضايي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې؛ دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په شباختوي سيمه کې د هوايي بريد له امله ووژل شول ،پنځه تنه نور ټپيان شول او د هغوى يو زغروال ټانک او يوه داشکه هم له منځه يووړل شول.
خو د ميمنې ښار د افغان _ ترک ولايتي روغتون ريېس ډاکتر قاسم پارسا دغه روغتون ته دڅلورو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون د دوو مړو او ديارلس ټپيانو د لېږدولو خبر ورکړ.
د سيمې اوسيدونکي ادعا کوي چې په دې هوايي بريد کې په مړو او ټپيانو سربېره د استوګنې څوکورونه هم ويجاړشوي دي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل