خبرونهامنیتټولنه

د ایران له زندانونو ۲۰۰ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ مسوولین وایي، په تهران کې د افغانستان د سفارت او د ايران هېواد په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسؤولینو د هڅو په پایله کې، په لسمه مرحله کې ۲۰۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.
په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رئیس، مولوي یارمحمد حقیار وايي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندې نیول شوي وو، آزاد او د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه شول.
نوموړي زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم په نهم پړاو کې ۱۹۳ تنه بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.
په ورته مهال د اسلامي امارت مسؤولینو ته سپارل شوي کسان د لازمو شرایطو د برابرولو، په هېواد کې د امنیت د ټينګښت او په هېواد کې د علومو د ترلاسه‌کولو او برابرولو په موخه د اسلامي امارت څخه خوښي څرګندوي.
د يادونې وړ ده، چې له ایران څخه په تېرو څو میاشتو کې ۴۸۰ افغان بندیان په ۹ پړاوونو کې خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته