ښوونه او روزنه

دحقوقي زده کړو دمرکز غړو له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابلباختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

دحقوقي  زده کړو د خپلوا ک مرکز غړو نن له غر مې وروسته دجمهور رئيس له مرستيال محمد کريم خليلي سره و کتل

 د جمهوري رياست مطبوعا تي دفتر د باختر اطلاعا تي اژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې د حقوقي زده کړو د خپلوا ک کميسيون مرکز رئيس پو هاند ودير صا في يو لړ اداري ستونزو ته د اشار ي په ترڅ کې ددغه مرکز د حقوقي شخصيت دڅرنګو الى په برخه کې دځان او ددغه مرکز د غړو  انديښنې د جمهور رئيس له مرستيال سره طرح کړې

 ددوي دڅرګندونو له مخې : د حقوقي زده کړو دخپلواک کميسيون مرکز د هيواد په محکمو کې د عدالت د لا ښه تطبيق لپاره د قضا يي سيستم د ظرفيت د لوړولو په برخه کې يو اغيزمن مرکز دي او تر اوسه پورې يې دحقوقي عملي زده کړو په لاره کې لا زيات خد متو نه کړې دي او همدا اوس نږدي ٢٠٠ تنه په عملي ډول په بيلا بيلو حقوقي برخو کې روزي :

ددغه مرکز مسئو لينو د افغا نستان له دولت څخه وغو ښتل چې ددغه مرکز د  حقوقي شخصيت دڅرنګوا لى په اړوند د عد لي او قضا يي مرکزونو د کانکور دظرفيت د لوړولو په برخه کې ددولت له خوا زيا ته پا ملرنه و شي

 د جمهور رئيس مرستيال محمدکريم خليلي د حقوقي زده کړو دخپلواک  مرکز دستونزو له اوريدو وروسته څرګنده کړه چې ددغه علمي مرکز ستونزې به د هيواد له جمهور رئيس سره طرحه کړې

 دغه راز د جمهور رئيس مرستيال د هيواد د ودي او تر قي په لارهکې د استادا نو اود علمي مرکزونو او په تيره بيا د حقوقي زده کړې د مرکزونو رول مهم و باله اوڅرګنده يي کړه چې دغه مرکزونه کولاي شي د مناسبو حقوقي مرکزونو په جوړولو سره د ترقي او پرمختګ په لور د هيواد ديون سببو نه برا بر کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته