امنیت

په درز آب کې دداعشيانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې يو داعشي ووژل شو

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دجوزجان ولايت په درز اب کې تيره شپه دداعشيانو او طالبانو ترمنځ نښته  کې يو داعشي  ووژل شو او دوه تنه نور داعشيان ټپيان شول .
دجوزجان  دوالي وياند محمد رضا غفوري  باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه  دداعشيانو له خوا  په درز آب کې  دوسله والو طالبانو دډلې   له خوادسرپل  دپخواني نومول شوي والي دورور له وژل کيدو وروسته پيل شوې ده .
غفوري زياته کړه: همدا اوس وسله وال طالبان او داعشيان دجوزجان ولايت په درز آب کې په خپلو سنګرونو کې ناست دي او ددوى ترمنځ دنښتې دبيا پيل کيدو احتمال متصور دى .
   يوه اړونده خبرځاى وويل: ددرز آب ولسوالۍ د سر درې  او علم ليک دکليو اوسيدونکو دداعشيانو اوطالبانو ترمنځ دنښتې  له امله انديښنه څرګنده کړې ده او زياتره يې داستوګنې له کورونو او تاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .
ويل کيږي  داسې اوازې شته چې دتيرې شپې په نښته کې  دداعش دډلې عمومي مسوول قاري حکمت الله  هم ټپي شوى دى .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته