امنیت

په غزني کې یوولس تنه د جنايي جرمونو په اړوند نیول شوي دي

کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه
په غزني ولایت کې یوولس تنه په دې وروستیو ورځو کې د جنايي جرمونو په اړوند نیول شوي دي .
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د وژنې، د ټپي کول، غلا، د پیسې د اخستلو او د کورنۍ تاوتریخوالي په اړوند د دغه ولایت په مربوطاتوکې نیول شوي دي .
مشعل زیاته کړه چې د نیول شویوکسانو دوسیې د زیاتو څیړنو لپاره عدلي او قضايی بنسټونوته لیږدول شوې دي. ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته