سیاست

د سنا مجلس رييس له فدراتيفې روسيې سره د همکارۍ په پراختيا باندې ټينګار وکړ.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دمشرانو جرګې رييس نن د روسيې دفدراتيف جمهوريت د دوما دمجلس له رييس سره چې د کابل سفر بوخت دى  وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي کې دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په پيل کې دمشرانو جرګې رييس فضل هادى مسلميار د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي ، سياسي او فرهنګي اړيکو د لازيات ټينګښت  او پراختيا د اړتيا په باب رڼا واچوله او څرګنده يې کړه :  دافغانستان خلک باور لري چې دروسيې له فدراتيف جمهوريت سره په بيلابيلو ټولنيزو  برخو کې داړيکو پراختيا  د دواړو هيوادونو دخلکو  يوه جدي اړتيا ده او ټينګار يې وکړ چې زموږ  دولتونه  دې بايد دهغو د لازيات ټينګښت او پراختيا په لاره کې هميشنۍ هلې ځلې وکړې او زياته يې کړه  چې ددغه هدف دمهم والي له مخې تيرکال دمشرانو جرګې  دهيت په ملګرتيا يې  د روسيې فدراسيون  د ثنا مجلس په بلنه مسکوته سفر وکړ او دخپل روسيي سيال دتاوده او دوستانه هرکلي دخاطرو  درناوى وکړ .
دغه راز مسلميار دنشه يي توکو کرکيله  او قاچاق په هيواد کې دڅه دپاسه ديرشو کلونو جګړې نتيجه  وبلله او څرګنده يې کړه چې دغه جګړې په بيلابيلو بڼو کله له ختيځ څخه  او کله هم  له لويديځ څخه زموږ خلک قرباني کړي دي ، اوس هم ديو شمير ګاونډيانو دلاسوهنو له امله هر ورځ نه يوازې افغانان وژل کيږي ، بلکې د دولت د واکمنۍ له محدودې څخه بهر دنشه يي توکو کرکيله او توليد هم پراختيا موندلې ده او څرګنده يې کړه  چې دهيروينو او د روږديتوب  د زرقيانو په ګډون داپينو مشتقات په افغانستان کې نه توليديږي ، بلکې دنشه يي توکو د مافيا په واسطه له هيواد څخه بهرته قاچاق او په روږدو توکو بدليږي او ټينګاريې وکړ چې قدرتمند او ګاونډي  هيوادونه بايد دسولې دتامينولو او د نشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو دمخنيوي په باب په افغانستان  کې خپل رسالت ادا کړي .
دمشرانو جرګې رييس دناټو او دايساف دقوتونو شتون يوه اړتياوبلله  او ويې ويل کله چې دغه اړتيا له منځه لاړه  شي ټول بهرني پوځي قوتونه  به له افغانستان څخه ووځي او څرګنده يې کړه چې دافغانستان  دولت به د نړۍ له دولتونو سره دامنيتي  قرارداد دلاسليک کولو په برخه کې دخپلو ملي ګټو په پام کې نيولو سره او دسيمې او ګاونديو هيوادونو سره  په تفاهم لاس  پورې کړي .
وروسته سرګې نرويشکين وويل چې دافغانستان ستراتيژيکي موقعيت روسيې
ته ارزښتناک او د پاملرنې  وړ دى څرګنده يې کړه چې په افغانستان کې دقانونيت او ثبات ټينګښت  دسيمې دامنيت او دنشه يي توکو دکرکيلي اوقاچاقودمخنيوي ضمانت کوي  او ټينګاريې وکړ چې بايد دافغانستان ګاونډيان او دسيمې او دنړۍ هيوادونه له  تروريزم  او دنشه يي توکو له توليد سره دمبارزې ، دسولې دتامينولو او د پراخ بين الاافغاني ديالوګونو د پياوړتيا په لاره کې دافغانستان له خلکو سره مرسته او همکارۍ  وکړې  .
د روسيې د دوما د هيت رييس دتجارتي او اقتصادي اړيکو پراختيا د دواړو هيوادونو په ګټه وبلله.
او زياته يې کړه  : اقتصادي کميسيون د سوداګرۍ دودې او پراختيا په لاره کې
ګټور کارونه  ترسره کړي دي .
دغه راز سرګي نروشيکين دافغانستان داقتصادي ودې  او دځوانانو دعلمي او تخصصي  ودې اړتيا ته  اشاره  وکړه  او ژمن شو چې شو چې متبوع دولت تيار دى دملي ځواکونو د منسوبينو  روزنې  او دصنعتي او بنسټيزو  پروژو په  جوړولو کې دافغانستان له خلکو سره مرسته  وکړي .
دغه راز  د روسيې د دوما رييس له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو شتون دسيمې د ثبات ضرورت وباله او  له  افغانستان  څخه  د نړيوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې يې د منځنۍ آسيا هيوادونو په تيره بيا تاجکستان دتروريستي  ګواښونو په باب د روسيې انديښنه  څرګنده کړه او زياته يې کړه  چې خوندې دموکراتيک او سمسور افغانستان د روسيې د خلکو هيله ده .
ديوبل خبرله مخې  :   د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل  افغان  نن
دهرات  ولايت دعدليې د رييس غلام محمدرحماني او  ددغه  ولايت د څارنوالۍ درييس ماريا بشيردخدمتونو په  درناوى دمشرانو جرګې ستاين ليکونه  هغوې
ته ورکړل او دهغوې دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته