امنیت

په کابل ښار لګيدلو توغنديو دسرزيان نه دى اړولى .

کابل باختر د وري نهمه :
دملي شورا نوى ودانۍ ته څيرمه ساحو کې نن درې توغندي ولګيدل.
دباختراژانس دخبر له مخې دغه توغندي چې ويل کيږي بي ام _ ١ ډوله دى  ټيک هغه وخت ملي شورا ته څيرمه ولګيدل چې جګپوړي امنيتي مسوولين دهېواد دامنيتي حالت دڅرنګوالى په اړوند  ولسي جرګې ته بلل شوي وو.
سره له دې چې په دې پيښه دسرزيان نه دى اوښتي خو ناڅيز مالي تاوانونه اوښتى دى.
دکابل دپوليسو يو خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: دکابل دپوليسو مسوولينو په يوه غونډه کې په پايتخت دننني راکټي بريد څرنګوالې وڅيړه .
په کابل ښار  ننني راکټي  بريد دتيرکال دسلواغې دمياشتې له ٢٧ نيټې وروسته لومړى راکټي بريد دى .
دتيرکال دسلواغې دمياشتې په ٢٧ نيټه په کابل ښار  ددوو توغنديو لګيدل ديوتن دټپي کيدو او په  ديپلوماتيکي ساحه کې داورلګيدنې سبب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته