ټولنه

په بلخ کې د زراعتي اوبو کانال جوړيږي .

-کابل باختر دمرغومي يوولسمه
په بلخ ولايت کې د زراعتي اوبو يوکانال ددوو ميليونوافغانيوپه لګښت جوړيږي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د دغه کانال د جوړولو کار دبلخ ولايت په مرمل ولسوالۍ کې دوام لري چې د دغې پرووژې په تطبيقولو سره ۷۰ جريبه  ځمکه خړوبيږي او د دغې پروژې له اسانتياوو څخه  څه دپاسه۸۰کورنۍ ګټه اخلي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته