امنیت

په پکتيا کې دپوځي عملياتو په بهير کې کابو سلو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې  دپوځي عملياتوپه بهير کې  کابو سلو تنو  وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دغه عمليات  په تيرو دريو ورځو کې  دپکتيا ولايت  دزرملې ولسوالۍ  په ځينوسيموپه هغه ځاى کې ترسره شوي دي  چې په دې وروستيو وختو کې  دوسله والو طالبانو دډلې دافرادو  دشتون او فعاليت  ډګر دى .
  په دغو عملياتو کې پوځيان په دې بريالي شوي دي چې وسله والو طالبانو ته د سر  دزيانونو  دزغملو تر څنګ  ددغې ډلې  څو پټنځي  کشف  او دړې وړې  کړي .  او دهغوى په لسګونو جنګي وسايل  ترلاسه کړي .
  دتندر قول اردو قوماندان  جنرال  اسرار  اقدس  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دڅو تنو قوماندانانو په ګډون يوشپيته تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او  شل تنه نور  ټپيان شوي دي . 
ده وويل  چې پوځيان  په دغو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو د ډلې  داتو  تنو غړو  په نيونې  بريالي شوي دي .
   جنرال اقدس  وايي  چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو څو پټنځي کشف  او دړې وړې شوي دي او پوځيان  د طالبانو  دلسګونو  سپکو او درندو جنګي وسايلو  په ترلاسه کولو  بريالي شوي دي .
   په ترلاسه شويو  جنګي وسايلو کې  په لسګونو له ځانه  جوړ شوي ماينونه او څه دپاسه  پنځوس کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي  هم شامل دي .
  په همدې حال کې  په پکتيا کې  يوبل پوځي قوماندان  په دغو عملياتو کې  دوژل شويو طالبانو دشمير  درې اتيا او دټپيانو شمير  يوولس تنه  وبلل .
  ده دغه راز وويل : پوځيانو  په دغو عملياتو کې دوه ديرش ماينونه  چې  وسله والو طالبانو  دهغو دبندولو  لپاره  دزرملې ولسوالۍ  په ځينوسيمو کې کارولي و  کشف او شنډ کړي دي .
دغو پوځي مقاماتو  په دغو عملياتو کې  پوځيانو ته دسر داحتمالي زيانونوپه باب څه نه دي ويلي  .
طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
په همدې حال افغان پوځي مقامات وايي  چې عمليات به په بشپړه  توګه  دوسله وال طالبانو له شتون څخه  دزرملې ولسوالۍ دټولو سيمو ترپاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته