نړۍ

داټومي پروګرام په پراختيا دايران ټينګار .

کابل باختر دمرغومي دولسمه :
دامريکا او ايران ترمنځ  له اټومي  موافقې  څخه شپږ مياشتې  وروسته اوس دغه دواړه هېوادونه  دنويو بنديزونو  دګواښ لپاره ديوبل په وړاندې دريدلي دي او دايران دبالستيکي  توغنديو پروګرام د نويو اختلافونو محور جوړوي .
دنويو رپوټونو له مخې  سپينه مانۍ  دايران دبالستيکي  توغنديو دپرمختيا په وړاندې  دخپلو نويو مالي بنديزونو اعلام ځنډولى دى .
دغه اقدام يوه ورځ له هغه مخکې وشو چې مخکې له دې ځينو امريکايي مقاماتو دوالستريت  ژورنال  ورځپاڼې  ته ويلي و چې دبارک اوباما اداره په اوس وخت کې په ځينو ايراني ، هانکانګي  او دعربي متحده ايالاتو په کمپينو او افرادو دنويو بنديزونو دلګولو لپاره دتياري په حال کې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته