فرهنګ

دواخي ژبې دودې په خاطر دهمکاري پروتوکول لاسليک شو .

کابل باختر دسلواغې دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهنوال محمد رسول باوري نن دمورنۍ  ژبې دنړيوالې ورځې په مناسبت دآپ مرسي له موسسې  سره دهمکاري پروتوکولاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې :دهمکاري دغه پروتوکول داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين  دواخي ژبې دودې په خاطر د آپ  مرسې موسسې  د واخاني ژبې د ودې دپروژې  له مسوول سره  لاسليک کړ .
ددغه پروتوکول  دلاسليک کولو په مراسمو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ  او هنر معين وويل: ددغې پروژې هدف دادبياتو او لوستلو وړاندې کول چې دواخان خلک ورته اړتيا لري او برسيره پردې  په واخي ژبه کې دپوهې تعليمي او اخلاقي ارزښتونو دزياتوالي په باب تحقيق کوي او هغه خپروي .
  پوهنوال باوري زياته کړه: دواخي ، دري او انګليسي ژبو دوه  لغت نامې  شامل دى چې يوه يې عواموخلکو اوبل يې دلوړعلمي ستندرد  څخه برخمن دى . چې  په دغه پروتوکول کې شامل دي اوبرسيره پردې به په پښتو ژبه دواخي ژبو ګرامري اوفونيکي  مشترکاتو په باب تحقيق  وکړي او هغه به خپور کړي .
ده زياته کړه:ددغې پروژې يوبل هدف دالفاظو دژبو دلارښود لهجه  او ټولنې پيژندنې له نظر  د واخاني ژبې په باب دژبنيو تحقيقاتو دوام دى .
  دغه راز دآپ مرسي  موسسې  دواخي ژبې دودې دپروژې مسوول په فرهنګي برخو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر له معينيت سره ددغې موسسې دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته