سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او دبهرنيو چارو وزير نيويارک ته سفر کوي .

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ديوه جګپوړي  هيئت په مشرۍ دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې په کلنۍ  غونډه کې دګډون په موخه ، دراروانې يکشنبې په ورځ  نيويارک ته روانيږي .
دبهرنيو چارو وزارت وياند باختراژانس ته خبرورکړ په دې سفر کې به له جمهور رييس سره دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او يوجګپوړي دولتي هيئت  ملګرتيا وکړي .
ددغه سفر په بهير کې به دهېواد جمهور رييس دملګروملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې  دوينا تر څنګ له نورو هېوادونومشرانو سره هم ليده کاته وکړي او دغه راز دبهرنيو چارو وزير به هم دبرخه والو هېوادونو دبهرنيو  چارو له وزيرانو سره ليدنې کتنې وکړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته