سیاست

جمهور رئیس غني: زما په ګډون د هېواد هر وګړی د قانون تابع دی

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په جلا مراسموکې د کندز ولایت یو شمېر هغه افسران، چې په یاد ولایت کې یې له ترهګري سره د مبارزې او د سولې د تامین په برخه کې مېړانه او زړورتیا ښودلې وه او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د چټک غبرګون قطعې سرتېری اېمل چې په اخلاص او صداقت یې دنده ترسره کړې وه، په مډالونو او ستاینلیک وستایل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په یادو مراسموکې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول، د کورنیو چارو وزارت یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود، جمهور رئیس غني وویل، د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي منسوبینو ته ډاډ ورکوم، چې د دندې په ترسره کولو کې سل په سلو کې زما ملاتړ له ځانه سره لري.
جمهور رئیس په دې په ټینګار سره چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دی وویل، دا باید واضح ووایم، چې د غیر قانوني اعمالو مرتکبینو ته سزا ورکول کېږي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ خلک او امنیتي ځواکونه باید پوه شي، چې د قانوني دندو د ترسره کولو پرمهال زما په ګډون د هېواد هر وګړی د قانون تابع دی.
جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او زحمتونو مننه وکړه او وې ویل، د کندز له پېښې وروسته تاسو وښودله، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د باغیانو تر منځ توپیر څه شی دی.
جمهور رئیس زیاته کړه، باغیانو تخریب وکړ، تاسو د خلکو ساتنه وکړه، هغوی خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کړل، خو تاسو یې د راستنېدو زمینه برابره کړه او بالاخره هغوی وېره خوره کړه او تاسو د ډاډ او ثبات فضا رامنځته کړه.
جمهور رئیس د پولیسو د ځانګړو قطعو قوماندان مل پاسوال سیدمحمد روشن دل ، د ۳۳۳ قطعې قوماندان سمونوال میراحمد، د کندز د امنیه قوماندانۍ د عملیاتي ټولي قوماندان دویم څارن محمدشریف ، د دریمې لوا د ملاتړ د کنډک د ملاتړ د ټولي قوماندان دویم څارن عتیق الله ، د کندز د امنیه قومانداني د ترهګري پر ضد د مبارزې مدیریت غړی دویم ساتنمن فیصل او د عامه نظم د پنځمې  لوا د پنځم امنیتي کنډک افسر دویم ساتنمن هجرت الله ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.
همدارنګه جمهور رئیس د چټک غبرګون قطعې سرتېري اېمل ته د دې لپاره چې په اخلاص او صداقت یې دنده ترسره کړې وه ، افتخاري ستاینلیک او درې میاشتې بخششي معاش ورکړ او وې ستایه .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته