اقتصاد

په بلخ کې د زعفرانو دکرکيلې زياتوالى.

کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
په بلخ ولايت کې سږ کال دعفرانو کرکيله زياته شوې ده .
دبلخ ولايت د کرنې رييس وايي چې ددغه ولايت د زعفرانو حاصلات دتيروکلونو په نسبت زيات شوي دي .
دبلخ دکرنې رييس کاتب شمس دباختر آژانس خبريال ته وويل د دې ترڅنګ چې ددغه محصول پيرودنى ته دنړيوالو بازارونو علاقمندى زياته شوې ده يو شمير بزګران ددغه ولايت په کابو لسو ولسواليو کې دزعفرانو په کرکيله بوخته دي .
خبرځاى زياته کړه په بلخ کې د زعفرانو دکروندګرو ټولنه جوړه شوې ده او په وروستيو کلونو کې بزګران او حکومت د زعفرانو کرکيلې ته زيات پاملرنه کړې ده .
اوس چين ايټاليا او کاناډا هغه هيوادونه دي چې دافغانستان زعفران ورته صادريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته