ټولنه

په غور کې سلګونو کورنيو ته دڅښاک اوبه برابرې شوې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
  په غور کې  داوبو رسولو څلور پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
  دغور دوالي وياندعبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې داتو مليونه  افغانيو په لګښت اوپه سلو کې  پنځلس دخلکو په ونډې  سره دانرژى او اوبو وزارت له خوا بشپړه شوې ده .
ده وويل ددغې پروژې  په تطبيقولو  سره  دفيروز کوه ښار دلعل اوسرجنګل  په ولسوالۍ کې د ٨٣٤کورنيو دڅښاک اوبه تامين شوې اومخکې له دې دڅښاک داوبو يوه بله پروژه هم په دولينه ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته سپارل شوې وه .
  ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته