ټولنه

دطالبانو پرضد دخلکو پاڅون لغمان ته هم سرايت وکړ .

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

 دلغمان ولايت  په سلګونو تنو خلکو نن  دوسله والو طالبانو  پرخلاف  پاڅون وکړ .

  دغه پاڅون نن له غرمې وروسته  ددولت شاه او عليشنګ  له ولسواليو څخه پيل شو .

  پاڅون کوونکو ديوې غونډې په ترڅ کې طالبانو ته خبر داري ورکړ چې يا دى  له جګړې  اوورانکاري څخه  لاس واخلي  اويا دى هم  له لغمان څخه ووځي .

   يو تن  پاڅون کوونکي  غلام محمد  باختر اژانس ته وويل  موږ نور دوسله والو طالبانو  له  ظلم او زور زياتي څخه  ستړې شوي  يو  غواړو  چې زموږ خلک  په ارامي کې  ژوند وکړي .  زموږ اولادونه وکولي  شي  ښوونځې ته لاړ شي ، زموږ ولايت  آباد شي  .  اوس خو  طالبان  ښوونځې  ته اور اچوي  ښوونکي او زده کوونکي وژني  او مسموموي  يې . په ډاکترانو بريد کوي او نه پريږدي  چې موسسي  بيا جوړي شي . 

  ده  وسله والوطالبانو ته  خبر داري ورکړ چې دورانکاري  ددوام په صورت کې به  ووژل شي .

 دلغمان ولايت  يو بل پاڅون کوونکي  موسي  وايي  چې دوى به  له ټول افغانستان څخه  د جګړه مارو طالبانو تر له منځه وړلو پورې  خپل پاڅون ته دوام ورکړي .

  ده وويل  نور  دپاکستان استخبارات  نه شي کولي  چې دوسله والو طالبانو  په واسطه  په افغانستان کې  ورانکاري ته  دوام ورکړي .

  په همدې حال کې  دعليشنګ  او دولت شاه  له ولسواليو څخه  خبرونه رارسيږي  چې  دخلکو له پاڅون څخه  يوازې  په څو ساعتونوکې ددغو ولسواليو  څوسيمې دوسله والوطالبانو  له شتون څخه پاکې شوي دي .

  له بلې خوا  دلغمان په ولايت کې  سيمه ئيز مقامات وايي  چې دغه پاڅون ديو سياسي پروګرام  په توګه  نه  بلکې دخپلو روا حقوقو د ترلاسه کولو لپاره  دخلکو دپاڅون په توګه  مني .

 دلغمان دوالي ويندوى  سرحدي ځواک  له باختر اژانس سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې  دوسله والوطالبانو پرضد وګړني پاڅون  تاييد کړ .

 دوسله  والو طالبانو پرضد  وګړني  پاڅونونه   په ښکاره  دغزني ولايت  داندړو له ولسوالۍ څخه  ددغې ډلې  د زور زياتي  له څپو وروسته  پيل شول او وروسته نورستان او فارياب او اوس هم لغمان ته هم  سرايت وکړ .

 دغه پاڅونونه په داسې حال کې رامنځته کيږي  چې وسله والوطالبانو  په دې وروستيو وختو کې  خپلو ترورستي بريدونو ، دښوونځيو تړلو او سوځولو ، دقومي مشرانو، زده کوونکو او ډاکترانو  وژلو او دبيا رغونې دپروګرام دتطبيق  مخنيوي ته  زور ورکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته