کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۸ مه
د جوزجان ولايت مسوولينو د پوځيانو د ملاتړ د ملي ورځې په خاطر د جوزجان _بلخ د لمبر-١ لويې لارې امنيتي پوستې وکتلې.
دباختر اژانس دسيمه ييز خبريال دخبر له مخې: په دې کتنه کې د هغو پوځيانو له اتلوالۍ څخه چې د خلکو دقسم خوړلو دښمنانو په وړاندې جنګيږي؛ د ګلانو د ګېډيو په ورکولو سره وستايل.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د پوځيانو له پوستو څخه د کتنې په بهير کې هغوى د هېواد رښتيني ساتوونکي وبلل او د دوى د ستونزو په څيړلو سره اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ډير ژر د دوى د ستونزو په حلولوکې عملي ګامونه پورته کړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ