امنیت

یو سړى په کاپیسا کې ووژل شو

کابل / د غبرګولي ۱۹ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه یو سړی په کاپیسا کې په ډزو سره وواژه.
باختر آژانس د کاپیسا د امنيې قوماندانۍ د وياند شایق یورش له خولې خبر راکړ چې د کاپیسا د مرکز محمود راقي د دیرستان کلي یو اوسېدونکی چې د ماخوستن لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه د خپل کور په لور روان و؛ د ناپېژاند وسله والو کسانو له لوري په ډزو سره ووژل شو.
شورش وویل چې د دغې وژنې په اړوند یو مشکوک سړی نیول شوی دی.
هغه وويل: څېړنې ښيي چې د دغې وژنې علت شخصي دښمني ده.
ختم/ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته