ټولنه

دڅه دپاسه يو زرو درې سوه مترو په اوږدوالي سړک پخېږي .

کابل باختر د چنګاښ  اوولسمه :
  په نيمروز ولايت کې دڅه دپاسه يو زرو درې سوه متروپه اوږدوالي سړک پخېږي .  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال  دخبرله مخې، ددغه سړک دپخولو کار  دښاروالۍ  رياست له بودجې څخه دنهو مليونو افغانيو په لګښت دشهيدانو دڅلور لارې له وروستۍ  ساحې څخه دزرنج  ښار تر خير اباد پورې پخېږي  چې کار يې درې مياشتې  وروسته بشپړېږي .
دنيمروز والي   چې ددغه سړک دپخولو دکار په پرانستلو کې شتون درلود له خلکو څخه وغوښتل  چې تل له حکومت سره همکار واوسي او دهېواد دامنيت په تامينولو کې يې دخلکو ونډه اغيزمنه وبلله .
دزرنج  ښاروال په روان کال کې په دغه ولايت کې داتو کيلومترو په اوږدوالي دنورو سړکونو دپخولو خبر هم ورکړ .
   ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته