امنیت

په ننګرهارکې د يولړ چاودنو له امله لسګونوتنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د ليندى  پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو له امله پنځه تنه شهيدان او څه ناڅه اووه ويشت تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنې نن د دغه ختيځ ولايت په مرکزجلال آباد ښارکې د اور وژنې د ادارې  او د څلورمې امنيتي حوزې آمريت ته څېرمه شوې دي .
  د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغوچاودنوکې پنځه تنه شهيدان او څه ناڅه اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي.
  د دغوچاودنو زياترو قربانيانو او ټپيان د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي بلل شوي دي .
  لومړۍ چاودنه د جلال آباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې آمريت ته څېرمه رامنځته شوه، هغه پيښه چې له امله يې د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ  د نظارت خانې مسوول له يوه ماشوم سره شهيد او څه ناڅه شپږ تنه نور ماشومان ټپيان شول .
  دغه پيښه په عمومي سړک کې د ځاى پرځاى شوي بم د چاودنې زيږنده ده .
  دويمه پيښه د ننګرهار ولايت د اور وژنې ادارې ته څېرمه هغه وخت وشوه چې  دوه بمونه په پرله پسې توګه د ګڼ شمېر ملکي وګړو او پوځيانو په منځ کې  وچاوديدل .
  د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي او يو پوځي شهيدان او څه ناڅه اوولس تنه نور چې زياتره يې ملکي وګړي دي؛ ټپيان شوي دي .
  په همدې حال کې په ننګرهار ولايت کې روغتيايي مقاماتو د دغې پيښې دڅه ناڅه  شپږو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب وباله .
  تر اوسه پورې د دغو مرګانيو بمي بريدونو اوچاودنومسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى، خو سيمه ئيز مقاماتو وسله وال طالبان د دغو پيښوعامل بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته